Asset 1SWN

شنونکي: برېټانیا هڅه کوي نړۍ سره د ا.ا د ادغام پروسه ساده کړي

Untitled-design-2023-07-10T185237.717

د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره تر لیدنې وروسته ویلي، دغو لیدنو کې یې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا د وروستي پرېکړه‌لیک د پلي‌کېدو لپاره پر وروستيو ګامونو خبرې کړي.

د برېټانیا شارژدافیر رابرټ ډېکس پر خپله اېکس‌پاڼه د ا.ا چارواکو سره خبرې ګټورې بللي او ویلي یې دي، د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د وروستي پرېکړه‌لیک تطبیق، د افغانانو لپاره د غوره راتلونکې جوړولو لپاره یو فرصت دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د وروستي پرېکړه‌لیک پر بنسټ، ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استول شوي استازي فریدون سینیرلي اوغلو د ځانګړو ارزونو د توصیو اجرا کولو لپاره ځانګړی استازی وټاکل شي، څو د دغه پرېکړه‌لیک پر بنسټ، افغانستان د نړیوالو ژمنو په عملي کولو سره نړیواله ټولنه کې مدغم شي.

ارګ هم د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر په خبره یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې هېواد یې هڅه کوي، افغانستان نړۍ سره یو ځای کړي او ناسم پوهاوی له‌منځه یوسي.

د ارګ خبرپاڼه کې ویل شوي: «د برېټانیا شارژدافیر ویلي چې هېواد یې افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او ثبات غوښتونکی دی او د همدې لپاره نړۍ سره د افغانستان د ښو اړیکو په برخه کې هڅه کوي. هغه ویلي چې افغانستان سره د نړۍ تعامل دوامداره سیاسي بحثونو او اړیکو ته اړتیا لري.»

له دې سره د نړیوالو چارو کارپوهان په دې اند دي چې برېټانیا د نړیوالو او ا.ا ترمنځ د منځ‌ګړي رول لوبوي او هڅه کوي چې د ا.ا او نړۍ ترمنځ تعامل ته زمینه برابره شي.

د نړیوالو چارو شنونکي بلال فاطمي وویل: «امنیت شورا کې چې کوم تعهدات شوي، څو چې ا.ا هغو ته غاړه کې‌نه‌ږدي او د نړۍ غوښتنې ونه‌مني، نشي کولای چې ا.ا په رسمیت وپېژني. برېټانیا دې نږدو کې  د ا.ا د رسمیت‌پېژندنې او تعامل هوډ نه‌لري. خو هغه تعامل چې د دواړو لوریو ترمنځ وي، دوی یې رامنځته کول غواړي، د تعامل لپاره یوازینۍ لاره چلن کې بدلون به وي.»

بل‌خوا د سیاسي چارو کارپوه سیدضیا حسیني وویل، برېټانیا خبرو ته د زمینې برابرولو لپاره د هڅو ترڅنګ غواړي چې افغانستان کې خپل نفوذ ته پراختیا ورکړي. «برېټانیا هڅه کوي چې افغانستان کې د خبرو او ځانته د شتون زمینه برابره کړي او وکولای شي افغانستان، سیمه او نړۍ کې همغږۍ او ثبات رامنځته کړي. د تعامل لپاره باید ا.ا د اړتیا وړ او تړاو باندنۍ سرچینې باید نرمې کړي، نړۍ هم باید پوه شي چې مطلق فشار به وضعیت نور هم خراب کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د سلام‌وطندار راډیو خبریال هڅه وکړه چې د سرپرست حکومت چارواکو سره د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر د خبرو او د ملګروملتونو د امنیت شورا د وروستي پرېکړه‌لیک د تطبیق لپاره د وروستیو ګامونو په اړه د ا.ا د چارواکو نظر هم ترلاسه کړي، خو بریالی نه‌شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام