Asset 1SWN

د تورخم دروازې د تړل کېدو دوام؛ د دوامدار حل لپاره د ګډ میکانیزم جوړېدو ته اړتیا ده

تورخم-5-qc25sffjt0x1ca1kndgd2oz7nj5mqh3h78phfoxg20

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو مسوولان د باروړونکو موټرو پر مخ د تورخم دروازې د تړل کېدو له دوام سره هم‌مهاله وايي، د دې ستونزې د حل لپاره د یوه ګډ میکانیزم جوړېدو ته اړتیا ده او په خبره یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ دې ګډ میکانیزم جوړ شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مسوول نقیب‌الله ساپی وايي، له تېرو درېوو ورځو راهیسې د تورخم دروازې تړل کېدو له کبله په موټرو کې پاتې خوراکي توکي له منځه تللي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «د ویزې او پاسپورټ په اړه د پاکستان دغه اقدام یواړخیز دی او اړتیا ده چې دوی سره کېني او د ټرانسپورټ لپاره د اسانتیاوو برابرولو یو میکانیزم جوړ کړي. زموږ غوښتنه دا ده چې ویزې او پاسپورټونه باید په پام کې ونه نیول شي او یو کارت ورکړل شي. دواړه لوري باید ژرترژره سره کېني او یو اسانچاری میکانیزم باید جوړ شي. ډنډپټان هم تړل شوی دی.»

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مسوولان وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پنځو دروازو له ډلې یوازې د غلام‌خان بندر د ټرانزېټي توکو د لېږدرالېږد لپاره پرانېستی دی.

په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې همغږی‌کوونکی ضیاالحق سرحدي وايي، پاکستان دغه محدودیت نه یوازې پر افغان موټرچلوونکو، بلکې د نورو هېوادونو پر اړوندو موټرچلوونکو هم لګولی دی.

دغه پاکستانی چارواکی هم د شته ستونزو د حل لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه ګډ میکانیزم د جوړېدو غوښتنه کوي.

بله‌خوا په تورخم کې یو افغان سوداګر عبدالله د تورخم دروازې د تړل کېدو په اړه کشایت کوي او وايي، د پاکستان دغه کار سخت زیانمن کړي دي. نوموړی زیاتوي: له پاکستان څخه غواړو چې د تورخم دروازه پرانېزي، څو له دغو ستونزو خلاص شوو. په اوونۍ کې یو یا دوه ځله مالونه وړو او راوړو، زر دوه زره ګټه کوو. د دې دروازې تړل کېدل موږ ته زیان رسوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مومند وايي، هڅه کوي چې د تورخم له لارې د باروړونکو موټرو د تګ‌راتګ لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.

د یادونې ده چې له تېرو درېوو ورځو راهیسې د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان وايي چې د یادې لارې د پرانېستل کېدو لپاره خبرې اترې روانې دي، خو په وینا یې، تر اوسه یې پایله نه‌ده لرلې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام