Asset 1SWN

انګلستان له پاکستان څخه د ټسټ سیالیو لوبلړۍ ۳-۰ وګټله

351257

د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې نن کوربه پاکستان ته په درېیمه ټسټ لوبه کې هم ماته ورکړه چې ورسره یې د درېوو ټسټ سیالیو لوبلړۍ ۳-۰ وګټله.

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې په درېیمه ټسټ لوبه کې د بېن ډاکېټ د ناسوځېدلو ۸۲ منډو پر مټ پاکستان په ګونډو کړ او دغه هېواد ته یې په خپل کور کې تاریخي ماته ورکړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې په دوو ټسټ سیالیو کې هم پاکستان ته ماته ورکړې وه. پاکستان په لومړۍ لوبه کې په ۷۴، په دویمه لوبه کې په ۲۶ منډو او درېیمه ټسټ لوبه کې یې له انګلستان څخه په ۸ وېکټو ماته وخوړه.

د پاکستان او انګلستان ترمنځ د درېوو ټسټ سیالیو لوبلړۍ د روانې ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه په راولپنډۍ کې پیل شوې چې نن د انګلستان په بریا سره پای ته ورسېده.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د ټسټ سیالیو د لوبلړۍ غوره لوبغاړی «هاري برووک» ونومول شو چې په درېوو لوبو کې یې ۴۸۶ منډې جوړې کړې وې.

له هغه وخت راهیسې چې بېن سټوک د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او برېنډن مک‌کالم روزونکی ټاکل شوی، دا په وروستیو لسو ټسټ لوبو کې د انګلستان نهمه بریا وه چې ترلاسه کوي یې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا دا لومړی ځل دی چې پاکستان په خپل کور کې پرته له دې چې کومه ټست لوبه وګټي یا یې مساوي کړي، لوبلړۍ یې بایلي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام