د شپږیزې کرېکټ لیګ په روانو سیالیو کې نن له غرمې مخکې بُست ساتونکي لوبډلې د میس‌عینک نایډز پروړاندې لوبه وکړه چې دغه سیالي یې د څلور منډو په توپیر وګټله.

په یاده لوبه کې بُست ساتونکي لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې جوړې کړې. د بُست لپاره افسر ځاځي په یاده لوبه کې ۶۷ منډې وکړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ځواب کې میس‌عینک لوبډله که څه هم د هدف ترلاسه کولو ته ډېره نږدې شوې وه، خو په پای کې یې دغه سیالي د څلور منډو په توپیر وبایلله.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی د بُست ساتونکو لوبډلې افسر ځاځی ونومول شو چې ۶۷ منډې یې جوړې کړې وې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نن ورځې په دویمه سیالي کې کابل بازان د هندوکُش ستورو پر وړاندې لوبېږي چې هندوکُش ستوري لوبډلې د لوبې پچه ګټلې او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام