Asset 1SWN

پاکستان نړیوال جام کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه

348429

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د روان ۲۰۲۲ کال د کرېکټ شل اووره نړیوال جام سوپر ۱۲ پړاو کې نن نیدرلنډ ته ماته ورکړه او دې جام کې یې له دوو ماتو وروسته خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

پاکستان له دې وړاندې له خپل سیال هند او په دویمه لوبه کې له زمبابوې لوبډلې د یوې منډې په توپیر ماته خوړلې وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نیدرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې په دغه سیالي کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۹۱ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۹۲ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۴ اوور کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او بریا یې خپله کړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام کې د پاکستان لومړۍ بریا او د نیدرلنډ درېیمه پرله‌پسې ماته وه. د نن ورځې په بله لوبه کې چې ټاکل شوې نن ترسره شي، هند به له سوېلي افریقا لوبډلې سره لوبه وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام