په کابل کې د شپږیزې کرېکټ لیګ په ۱۵ لوبه کې د ابراهیم ځدراڼ او رحمن‌الله ګوربز د ښې لوبې پرمټ کابل بازانو د امو نهنګانو لوبډلې ته په ۹ وېکټو ماته ورکړه.

امو نهنګانو لوبډلې په یاده سیالي کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې جوړې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل بازانو لوبډلې د یاد هدف ترلاسه کولو په موخه ښه لوبه وکړه او د رحمن‌الله ګوربز ۶۵ او ابراهیم ځدراڼ ناسوځېدو ۸۱ منډو پرمټ یې وکولای شوای چې د لوبې په ۱۴ اوور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو امو نهنګانو ته ماته ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نن ورځې په دویمه لوبه کې پامیر زلمي له میس‌عینک نایټز لوبډلې سره لوبه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام