Asset 1SWN

د ابراهیم او حشمت نیمه سلیزو افغان لوبډله له ماتې ونشوای ژغورلی

361095

د افغانستان او کوربه سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې سریلانکا لوبډلې افغانستان ته د ۱۳۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په ۴۲.۱ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۱ منډې جوړې کړې او په ۱۳۲ منډو یې ماته وخوړله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم دې لوبه کې لوبډلمشر حشمت‌الله شاهدي ۵۷ او ابراهیم ځدراڼ ۵۴ منډې جوړې کړې، خو خپله لوبډله یې له ماتې ونه‌شوای ژغورلی.

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې په دغه سیالي کې د ټاس «پچې» په ګټلو سره لومړۍ توپوهنه غوره کړه او په ټاکل شویو پنځو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۳ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره په توپوهنه کې کوشال منډېس ۷۸، ډیموټ کرونارتني، ۵۲، سدیرا سماراوېکراما ۴۴ او پاتوم نېسنکا ۴۳ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لوبډلې د نن په لپاره څلور نویو لوبغاړو ته ځای ورکړی دی. سدیرا سماراوېکراما، ټېکشانا، چمیرا او هسرنګا هغه لوبغاړي دي چې په نن لوبه کې اخېستل شوي و او سریلانکا ته تر ډېره دغه لوبه یادو لوبغاړو وګټله.

د کوربه سریلانکا لوبډلې په دې بریا سره د دواړو لوبډلو ترمنځ د روانو درېوو پنځوس اووریزو سیالیو لوبلړۍ ۱-۱ مساوي شوه. د دواړو لوبډلو ترمنځ راتلونکې درېیمه او وروستۍ لوبه د روانې جون میاشتې په  ۷مه نېټه کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته په شپږو وېکټو ماته ورکړې وه. افغان لوبډله به راتلونکې سیالي ته بشپړ چمتووالی نیسي، څو دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام