Asset 1SWN

پاکستان او نیوزیلنډ نن د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

358770

د نیوزیلنډ او کوربه‌ پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن پنج‌شنبه د اپرېل ۲۷مه د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه نن ۳:۰۰ بجې د پاکستان په راولپنډۍ لوبغالي کې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اووره سیالیو لوبلړۍ ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده. د پنځو شل اووره سیالیو دغه لوبلړۍ چې یوه لوبه یې د باران له کبله لغوه شوه، پاتې څلور لوبو کې یې دوه ځلې پاکستان او دوه ځلې نیوزیلنډ لوبډلې بریا خپله کړه.

د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې په وروستۍ شل اووره سیالي کې بهترینه لوبه وکړه او پاکستان ته یې په شپږو وېکټو ماته ورکړه.

د نیوزیلنډ لپاره په توپوهنه کې مارک چپمن ناسوځېدلې ۱۰۴ منډې او جېمي نیشم هم ناسوځېدلې ۴۵ منډې جوړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د نیوزیلنډ او پاکستان ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې یوه لوبه د باران له کبله لغوه شوې او پاتیو څلورو لوبو کې دوه ځپلې پاکستان او دوه نیوزیلنډ بریا خپله کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام