ننګرهار کې د خبریالانو د ناسم وضعیت او د انعکاس ټلوېزیون د وروستۍ پېښې په اړه یوه پلاوي پلټنې پیل کړي. دغه پلاوی وايي، د رسنیو کارکوونکو د امنیت خوندیتوب لپاره به هڅې وکړي.
په پلاوي کې د ملي امنیت عمومي ریاست، د کورنیو چارو وزارت او د خبریالانو د فدراسیون استازي شامل دي.
د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمېټې مشر عبدالمعید هاشمي او د رسنیو فدراسیون غړی حجتالله مجددي وايي، د حکومت له لوري د خبریالانو قضیو ته رسېدنې او د هغوی د امنیت ساتنې په اړه لا هم اندېښمن دي. دوی وايي، د خبریالانو او د رسنیو د نورو کارکوونکو اړوندې پېښې سمې نه دي څېړل شوي.
دغه پلاوي د ننګرهار له ملي امنیت ریاست، امنیې قومانداني او انعکاس ټلوېزیون له مسوولانو په لیکلې بڼه غوښتي چې د انعکاس ټلوېزیون پر ښځینه کارکوونکو د وروستي برید او په دغو پېښو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي.
ناپېژنده وسلهوالو څلور ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د انعکاس ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې ووژلې. تر دې وړاندې د دغه ټلوېزیون یوه بله کارکوونکې ملاله میوند هم په یوه برید کې وژل شوې وه.
د انعکاس ټلوېزیون شپږو کارکوونکو چې د خبر برخې مسوول یې هم پهکې و، استعفاوې وکړې، خو د دغه ټلوېزیون رییس زلمی لطیفي وايي، د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په منځګړتوب ځینې خبریالان چې استعفاوې یې کړې وې، بېرته خپلو دندو ته ورګرځېدلي دي. بلهخوا ځینې خبریالان چې استعفاوې یې کړي وايي، بېرته به خپلو دندو ته ور ونه ګرځي.
په ننګرهار کې خبریالانو ته ورپېښو ګواښونو د رسنیو ګڼ کارکوونکي اندېښمن کړي او وايي، ژوند یې خوندي نه دی.
د انعکاس ټلوېزیون یو خبریال جاوید رازمند چې له خپلې دندې یې استعفا کړې وايي، ننګرهار کې د خبریالانو ژوند خوندي نه دی او په وینا یې، کورنۍ اړ کړی چې دنده پرېږدي.
په همدې حال کې د پژواک خبري اژانس خبریال یوسف ظریفي وايي، روان ناسم وضعیت یې نه یوازې کار ته نه پرېږدي، بلکې له مړي او ژوندي یې هم غورځولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څلورو میاشتو کې لس خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي. د دغو پېښو له ډلې د ډېرو کمو هغو مسوولیت وسلهوالو ډلو منلی او د ډېریو مسوولیت هېچا یا یا ډلې نه پر غاړه نه دی اخیستی.