د هرات دوهورځنۍ امنیتي غونډه چې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې جوړه شوې وه، نن پای ته ورسېده. په دې غونډه کې د افغانستان د جیوپولیټیک او سیمهييزې اجماع، اپارټاید او د افغان ښځو وضعیت، ترهګرۍ او تاوتریخوالي، کلتوري میراثونو، ګډ ژوند او سیمهييزه همکاري، د افغانستان د راتلونکې په اړه د نړیوالې ټولنې مسوولیت او تګلارې په اړه خبرې اترې شوې دي.
ګډونوالو د دې غونډې په پای کې د ښځو حقونو اړوند د نظر پر یووالي، کلتوري ارزښتونو ته درناوي او افغانستان کې د ټولشموله دولت پر جوړېدو ټینګار شوی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د دې غونډې په یوه څنډه کې افغانستان کې د بشري حقونو په پام کې نیولو او د ټولشموله حکومت جوړېدو په برخه کې سیمهيیزه اجماع مهمه بللې ده.
هغې ویلي: «دا چې پاکستان، ایران، امریکا، روسیه او افغانان د ښځو حقونو او افغانستان کې د ټولشموله حکومت په برخه کې همغږي دي، ډېره مهمه خبره ده.»
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون خبرداری ورکړی، که اسلامي امارت خپل دریځ بدل نه کړي، ځینې محدودیتونه به پرې ولګېږي.
هغه زیاته کړې: «که د افغانستان اوسنی حکومت د خلکو بنسټیزو حقونو ته پام ونه کړي، موږ کولای شوو چې د کیفري نړیوالې محکمې او بندیزونو له لارې پر اسلامي امارت فشار راوړو.
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري د افغانستان د راتلونکي حکومت څرنګوالي په اړه د تګلارې وړاندې کول مهم بولي او هرکلی یې کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي: «دا غونډې د دې لپاره جوړېږي چې د افغانستان د ستونزې حل لپاره یوه بنسټیزه حللاره پیدا شي او لږترلږه په افغانستان کې د روانې بېثباتۍ او ناامنۍ پر وړاندې سیمهييزه اجماع جوړه کړي.»
دا داسې مهال ده چې اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې حکومت یې ټولشموله دی او د بشري حقونو د نقض، ناامنۍ او افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه شته راپورونه ناسم دي.