د امریکا د وتلو کلیزه؛ حکومت: نړیواله ټولنه دې د افغانستان پروړاندې معقول سیاست غوره کړي

د اسلامي امارت سرپرست حکومت نن له افغانستانه د امریکا او د متحدانو د وتلو لومړنۍ کلیزې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې نړیواله ټولنې دې د افغانستان پروړاندې معقول سیاست غوره کړي.
تېر کال د وږي میاشتې په نهمه، له افغانستانه وروستی امریکايي سرتېری ووت.

تخار کې یو سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکې په تور نیول شوي

د تخار د امنیې قومانداني ویاند عبدالمبین ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې یو سړی او یوه ښځه یې له کوره د تېښتې او نامشروع اړیکې په تور نیولي دي.
د نوموړي په وینا، دغه کسان نن سهار د تخار د مرکز تالقان ښار په «آق‌مسجد» سیمه کې نیول شوي دي.

الهه: سعید خوستي په زوره واده کړې یم؛ خوستی: بېرته مې طلاق کړه

د «الهه» په نوم یوه نجلۍ چې ځان د کابل طبي پوهنتون محصله بولي، په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، ادعا کوي چې د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي په زوره ورسره نکاح کړې ده. هغه ادعا کوي چې له واده وروسته به سعید خوستي د وهلو ډبولو ترڅنګ، نور ظلم هم ورسره کاوه.

د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف ومړ

د روسیې رسنیو خبر ورکړی چې د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف د روانې اګېسټ میاشتې په دېرشمه، د سه‌شنبې ورځ د ۹۱ کلونو په عمر د روسیې په مرکز مسکو کې مړ شوی دی.
د روسي رسنیو د راپور له مخې، نوموړی «د اوږدې او سختې ناروغۍ» له کبله د مسکو په مرکزي روغتون کې مړ شوی دی.