د «الهه» په نوم یوه نجلۍ چې ځان د کابل طبي پوهنتون محصله بولي، په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، ادعا کوي چې د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي په زوره ورسره نکاح کړې ده.

هغه ادعا کوي چې له واده وروسته به سعید خوستي د وهلو ډبولو ترڅنګ، نور ظلم هم ورسره کاوه. الهه وايي، ژوند یې تریخ و او هڅه یې وکړه چې د تورخم له لارې پاکستان ته ولاړه شي، خو په وینا یې، هلته تر نیول کېدو وروسته بېرته کابل ته راوستل شوه.

الهه زیاتوي: «کله یې چې کابل ته راوستم. په بندخونه کې ډېر ناسم چلن راسره وشو. ویې وهلم. ان غوښتل یې سنګسار مې کړي. هلته یې زما او د خوستي نکاح بیا وتړله. راته ویې ویل چې د سعید خوستي پښې مچو کړه. په بندخونه کې ورټیټه شوم او د هغه پښې مې مچو کړې.»

دا نجلۍ وايي، اوس کابل کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي او تمه لري چې لاسنیوی به یې وشي.

سعید خوستي هم پر ټولنیزو رسنیو د دې ویډیو له خپرېدو وروسته پر ټویټر ولیکل چې شپږ میاشتې وړاندې یې له یادې نجلۍ سره واده کړی، خو په خبره یې، وروسته یې پام شو چې یاده نجلۍ د عقیدې او باور ستونزه لري.

خوستي لیکلي: «وروسته مې ولیدل چې نوموړې د عقیدې او باور مشکل لري. هڅه مې وکړه د نصیحت او بحث له لارې یې عقاید سم شي، مګر نتیجه یې ور نه کړه.»

طالبانو ته د هبت‌الله اخوندزاده لارښوونه؛ څو ودونه مه کوئ

نوموړي د یادې نجلۍ د وهلو ټکولو ادعاوې هم ناسمې بللي او لیکلي یې دي: «نه مې وهلې، نه مې ټکولې، د خپل شرعي صلاحیت نه مې استفاده وکړه او د ژوند لاره مې جلا کړه. په خپلې ناسنجول شوې نکاح سخت پښېمان یم، د اسلامي امارت مجاهدینو او افغان ولس نه بښنه غواړم.»

د اسلامي امارت مسوولانو تراوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

پر کابل د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د ا.ا د غړیو له لوري د دویم، درېیم او څلورم ودونو په اړه وخت ناوخت بحثونه را پورته کېږي او د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوندزاده هم په دې اړه یې یو فرمان صادر کړ چې له یوه نه د ډېرو ودونو کولو سپارښتنه په‌کې شوې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام