د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د دغې ډلې مسوولانو ته لارښوونه کړې چې څو ودونه ونه کړي. د اِنډپېنډېنټ ورځپاڼې فارسي برخې لیکلي چې دې ورځپاڼې ته د رسېدلي سند له مخې، د طالب ډلې مشر هبت‌الله اخوندزاده د دې ډلې له مشرانو غوښتي چې دویم، درېیم او څلورم واده ونه کړي.

په دغه سند کې چې د «لارښوونې» په نوم په پښتو ژبه خپور شوی، لیکل شوي: «که څه هم په شریعت کې د دویم، درېیم او څلورم واده کول مباح او روا دي، زموږ په ډېری سیمو کې ډېر لګښتونه غواړي. دویم، درېیم او څلورم واده چې د عشرت له مخې کېږي او اړین نه دي. د امارت مسوولانو د ژوند شرایط دا نه اېجابوي چې ډېرې ښځې وکړي.»

د یاد راپور پر بنسټ، د متن له محتوا داسې ښکاري چې اخوندزاده د په زوره ودونو له کبله د دې ډلې د لا بدنامېدو په اړه اندېښنه لري.

ورځپاڼه لیکي، داسې شکایتونه شته چې طالبان د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د خلکو لورانې په زوره د دویمې، درېیمې او څلورمې ښځې په توګه ودوي، خو که د نجلۍ د کورنۍ له مخالفت سره مخامخ شي، بیا ادعا کوي چې خلک باید د ډېرو ښځو کولو پر وړاندې مخالفت ونه کړي؛ ځکه په وینا یې، دا د اسلام لارښوونه ده.

هبت‌الله اخوندزاده خپلو جنګیالیو ته خبرداری ورکړی چې له تهمت او بدنامۍ نه ځانونه وساتي او اړینه ده چې هر څوک د ژوند په هره په برخه کې، په بشپړې روڼتیا سره ژوند وکړي. هغه د څو ښځو کول یو هوس بللی دی.

د راپور له مخې، دا لارښوونه یوازې د طالب مسوولانو لپاره دی او نور وسله‌وال یې چې شمېر یې ۶۰ زره اټکل شوی او دغه راز هغه خلک چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې اوسېږي، په دې برخه کې شامل نه دي.

په دغه سند کې هغو طالبانو ته اجازه ورکړل شوې چې په مشخصو شرایطو کې نور ودونه وکړي. په دې ډله کې هغه کسان چې بچیان یا هم زوی نه لري، هغوی چې د خپل ورور مېرمن د هغې په خوښه ځانته په نکاح کړي یا هغه کسان چې مالي وسه لري او د طالب مشرتابه په اجازه غواړي دویم واده وکړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، یو بل سند هم ورته رسېدلی چې د اخوندزاده دغه «لارښوونې» تاییدوي. د ورځپاڼې د راپور له مخې، د طالب ډلې د بندیانو د تنظیم او خوشې کېدو کمېسیون رییس ملانورالدین ترابي د دغه سند د تایید تر څنګ، خپلو مسوولانو ته خبر ورکړی چې د یادې لارښوونې له مخې اقدام وکړي.

یوه پاکستاني خبریال سمېع یوسفزي چې طالبانو ته نږدې بلل کېږي، هم دغه سندونه تایید کړي او اِنډپېنډېنټ فارسي ته یې ویلي چې یوه طالب چارواکي هم ورته ویلي چې «هغه مسایل چې زموږ رهبر د څو ودونو په اړه ورته اشاره کړې، معقول دي.»

د افغانستان په سیاسي مشرانو او نورو واکمنو کسانو په منځ کې چې ښه ژوند لري، څو ودونه یو عادي امر دی. د راپورونو له مخې، طالب مشرانو چې تل یې پر مجاهدینو د ډېرو ودونو له کبله نیوکه کړې، اوس یې خپله ډېرو ودونو ته مخه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام