د تخار د امنیې قومانداني ویاند عبدالمبین ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې یو سړی او یوه ښځه یې له کوره د تېښتې او نامشروع اړیکې په تور نیولي دي.

د نوموړي په وینا، دغه کسان نن سهار د تخار د مرکز تالقان ښار په «آق‌مسجد» سیمه کې نیول شوي دي.

هغه زیاتوي، ښځې او سړي دواړو د نامشروع اړیکو پر لرلو اعتراف کړی او اوس بندیان دي.

تر دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې یوشمېر ښځینه او نارینه د نامشروع اړیکو لرلو په تور نیول شوي او یا هم د خپلوانو له لوري وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام