کندوز کې امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په علي‌اباد، د مرکز درېیمې او څلورمې حوزو کې د دوو ښځو په ګډون اته کسان د نامشروع اړیکو او نشه‌يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.

د کندوز د امنیې قومنداني ویاند عبیدالله عابدي وايي چې امنیتي ځواکونو د علي‌اباد ولسوالي«خېلې‌ګدا» کلي کې د بغلان د برُکې ولسوالي د «قره‌غوزي» کلي درې اوسېدونکي د نامشروع اړیکو په تور نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو همداراز درې نور کسان د کندوز ښار درېیمې امنیتي حوزه کې د نشه‌يي توکو د پلور په تور نیولي.

د کندوز د امنیې قومنداني ویاند عبیدالله عابدي همداراز زیاته کړه چې له دغو کسانو څخه «۱۵ پوړۍ جرس، ۴۰ پوړۍ پوډر او شیشه او یوه اندازه پیسې ترلاسه شوې دي.

عبیدالله عابدي دا هم وویل چې د کندوز ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې یې یوه ښځه او یو سړی د نامشروع اړیکې په تور هم نیولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د نورو څېړنو لپاره عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام