د تخار سلګونو اوسېدونکو نن د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې «د بدلون لپاره د خلکو خوځښت» په نوم لاریون وکړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د کوکچه او تنګي ورسج برښنا بندونه او د تخار هوايي ډګر ورغوي.

معترضانو حکومتي چارواکي پر سیاسي او سمتي چلن تورن کړل او زیاته یې کړه، که د کوکچه بند جوړ شي، د بې‌وزلۍ کمېدو او د برښنا په برخه کې د دولت پر ځان بسیاینې لپاره به ګټور تمام شي.

دوی وویل، حکومت پلان لري چې د ۱۴۰۰ کال په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۰۰ پروژې پرانېزي، خو د دوی د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې د دغه ولایت یادې پروژې نشته.

معترضانو پر حکومتي چارواکو، په ملي شورا کې د خلکو استازو او نړیوالو مرستندویه ادارو غږ وکړ چې غوښتنې یې ومني.

د تخار د ولایتي شورا غړی عصمت‌الله قرباني وايي، د دغه ولایت ځوانان هره ورځ د جګړې په ډګر کې قرباني ورکوي او حکومت یې باید د اوسېدونکو هغو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي چې نن یې د لاریون پر مهال وکړې. د نوموړي په وینا، د شپې له خوا په دغه ولایت کې مخابراتي شبکې هم فعالیت نه کوي.

د کوکچه سیند د تخار په شمال کې دی او د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا، د دولت د بې‌غورۍ له کبله هر کال د کوکچې پروژې ځمکې د زورواکو له لوري نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کوکچه برښنا بند تخنیکي سروې د محمدداوود خان د واکمنۍ پر مهال بشپړه شوې، خو تر اوسه نه دی جوړ شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام