نږدې درې میاشتې کېږي چې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د نساجي برښنا بند د دستګاه د اوبو زېرمه کولو کاسې په خرابېدو سره د دغه ولایت د برښنا د تولید دویم بند دوه توربینونه له کاره لوېدلې دي.

د بغلان د برښنا رییس عبدالاول پناه وايي، د دغو توربینونو په خرابېدو سره د دغه ولایت د برښنا دویمې دستګاه په تولید کې ۶ مېګاواټه کموالی راغلی دی.

د بغلان یوشمېر اوسېدونکي هم وايي چې د یادو توربینونو په خرابېدو سره د برښنا له کمښ سره مخامخ شوي دي. د دوی په وینا، په دغه ولایت کې د برښنا پرچاوي ډېره شوې او خلک یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

په همدې حال کې د بغلان د اوبو چارو د تنظیم ادارې مسوول محمداصف رحیمي وايي، تر یوې میاشتې په کمه موده کې به نه یوازې د یاد بند د اوبو لومړۍ کاسه بېرته جوړه کړي، بلکې د دویمې برخې ویاله به یې هم پاکه کړي. د نوموړي پر دې پروژې ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

بله‌خوا د بغلان والي محمداکبر بارکزی چې د دې پروژې په پرانېسته کې یې ګډون درلود وايي، د اوبو زېرمه کولو یاد بند په بیارغونې سره به د دغه ولایت د کروندګرو ډېرې ستونزې حل شي.

د بغلان د برښنا شرکت مسوولان وايي، که د برښنا د تولید لومړي بند د اوبو زېرمه کولو کاسه ژرترژره بېرته جوړه نه شي، په پلخمري ښار کې به شاوخوا ۶ زره کورنۍ له برښنا څخه بې‌برخې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام