Asset 1SWN

کرونا؛ تېره يوه شپه او ورځ کې ۲۲ کسان مړه شوي او ۲۶۳ پرې اخته شوي

corona-positive-oz9mzejojuc3bkej9hq5rmr04f4r2hebo5n76l98r8

 

د روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۶۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۲۲ ناروغان ورڅخه مړه شوي دي.

دغه تازه پېښې د کرونا ویروس یو زر ۳۵۸ شکمنو مواردو څخه ترلاسه شوي چې ور سره په کرونا د ټولو اخته کسانو شمېر ۴۶ زره ۹۸۰ ته رسېدلی دی.

همداراز تېره شپه او ورځ کې پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته ۱۱۹ کسان بېرته روغ شوي.

تر اوسه ټول هېواد کې له کرونا ویروس د ټولو مړو شوو شمېر یو زر او ۸۲۲ ته او د بېرته رغېدلو هم ۳۷ زره او ۲۶ ته لوړ شوی.

دا داسې مهال دی چې دې وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس رسمي او ورځنۍ شمېرې، هېواد کې په دغه ویروس د اخته کېدو زیاتوالی ښيي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام