Asset 1SWN

سلام وطندار

د نړيوالې ټولنې د مرستو کمښت؛ افغانان به لا ډېرو ستونزو سره مخ شي

images (10)

افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو ځنډېدو سره هم مهاله بشردوستانه چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال، د ژغورنې نړیوالې کمېټې، يونېسف او د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د ښځو پر وړاندې رامنځته شوي بندیزونه باید لرې شي.

په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار مخنیوي اړوند د نړیوالې ټولنې له خبرداریو سره سره اسلامي امارت تر اوسه پر خپلې دې پرېکړې بيا کتنه نه ده کړې.پ

ه همدې حال کې يوشمېر کارپوهان وايي چې د اسلامي امارت د دغو پرېکړو بيه عام ولس پرې کوي او په وینا یې، اصلي قربانیان د هېواد وګړي دي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

په نا دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د کار مخنیوي غبرګون کې یو شمېر مرستندویه سازمانونو افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي، خو اسلامي امارت دا کړنه غندلې او زیاتوي چې نړیواله ټولنه دي بشري مرستې نه سیاسي کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي، د نړیوالې ټولنې له لورې د بشري مرستو کموالی، د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره د پلمو لټول دي.ن

وموړي وويل: «د شتمنو کنګل، مالي او بانکي محدويتونه د هېواد پر اقتصادي وضعيت اغېزه لرله او نه بايد زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، ځکه موږ ښځو ته غوره کاري چاپېريال رامنځته کوو.»

په همدې حال کې، پولیټيکو خپرندوی د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي، امریکايي چارواکي افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د وروستیو بندیزونو په اړه خبري کوي او ټاکل شوې چې راتلونکو ورځو کې خپل دريځ څرګند کړي.و

يل کېږي چې امريکا به د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ مرستې کمې کړي او د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو به بندیز ولګوي.

دا په داسې مهال دی چې د نړیوالو سازمانونو له لورې د خپرو شويو شمېرو پر بنسټ،افغانستان کې نږدې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام