Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن چینای له ډیلي سره لوبه کوي

359536

د هند د کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن شپه چینای سوپر کنګز لوبډله له ډيلي کپېټلز سره لوبه لري.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن چهارشنبه د مې لسمه ماښام ۶:۳۰ بجې د چینای په «ام‌اې چېډامبارام» لوبغالي کې ترسره شي.

چینای سوپر کنګز لوبډله چې دا مهال د ای‌پي‌اېل لیګ د جدول په دویم ځای کې شتون لري، تراوسه یې ۱۱ سیالي کړي چې شپږ یې ګټلي، څلور یې بایللي او یوه سیالي یې د باران له په مساوي توګه پای ته رسېدلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ډیلي لوبډلې چې په یاد لیګ یې په وروستیو پنځو سیالیو کې څلور ګټلي او یوه یې بایللي او دا مهال د جدول په وروستي ځای کې شتون لري. ډيلي کپېټلز اوس په څلورو بریاوو سره اته امتیازه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د چینای سوپر کنګز او ډيلي کپېټلز لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو سیالیو کې درې ځلې چینای او دوه ځلې ډيلي بریاوې یې خپلې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام