Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن افغان لوبغاړي د یوه بل پر وړاندې لوبېږي

359500

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پې‌اېل سیالیو په لړ کې نن یو ځل بیا دوه لوبې کېږي چې ګوجرات به له لکناو او راجستان به له حیدراباد سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې لومړۍ لوبه نن له غرمې وروسته ۲:۳۰بجې د ګوجرات ټایټنز او لکناو سوپر جاینټز لوبډلو ترمنځ پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګوجرات ټایټنز لوبډله چې دا مهال د ای‌پې‌اېل لیګ د جدول په لومړي ځای کې شتون لري، دوه افغان لوبغاړي راشدخان او نوراحمد هم په‌کې لوبېږي.

ګوجرات ټایټنز روان لیګ کې تر دې مهاله ۱۰ لوبې کړي، اووه یې ګټلي، درې یې بایللي او په ۱۴ امتیازونو سره لومړی ځای یې خپل کړی دی.

لکناو سوپر جاینټز بیا دا مهال د جدول درېیم ځای کې دی او کړیو لسو سیالیو څخه یې پنځه ګټلي، څلور بایللي او یوه سیالي یې د باران له کبله په مساوي توګه پای ته رسېدلې ده. لکناو لوبډله کې افغان لوبغاړی نوین‌الحق هم لوبه کوي.

د نن ورځې په دویمه سیالي کې به راجستان رویلز له سنرایزر حیدراباد سره مخ شي. دغه لوبه به نن ماښام ۶:۳۰ بجې د جېپور په سوايي منسنګ لوبغالي کې ترسره شي.

راجستان رویلز دا مهال د جدول څلورم ځای کې دی او له لسو لوبو څخه یې پنځه ګټلي او پنځه یې بایللي دي. سنرایزر حیدراباد بیا په وروستي ځای کې شتون لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

سنرایزر حیدراباد چې افغان لوبغاړی فضل‌الحق فاروقي هم په‌کې لوبېږي، له نهو سیالیو څخه یوازې درې لوبې ګټلي او د جدول په وروستي ځای کې شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام