دوستم: که د سولې خبرې پایله ورنه کړي، چمتو يم طالبانو سره جګړه وکړم

د ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی مرستیال او د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم له یو نیم کال وروسته نن کابل ته راستون شو. نوموړی کابل ته د راګرځېدو موخه د هېواد روان وضعیت په اړه ولسمشر او سیاسي مشرانو سره لیده‌کاته او خبرې بولي.

دوستم کابل کې د هغه د بېرته راستنېدو مراسمو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له زیاتېدو نیوکه وکړه او ويې ویل، طالبان د هېواد وضعیت په ترینګلي کولو سره غواړي، د دولت پر وړاندې د خلکو باور زیانمن کړي.