د حزب اسلامي د یووالي شوراګانو رییس جمعهخان همدرد نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، افغان حکومت نهدی توانېدلی چې د استانبول غونډې ته د سولې یوه واحده طرحه چمتو کړي.
د هغه په وینا، د ملي روغې جوړې شورا د توحید کمېټې له لوري وړاندې شوې طرحه ټولشموله نه ده او په دې برخه کې له سیاسي ګوندونو سره سلا مشورې نه دي شوي.
همدرد زیاتوي، که حکومت له یوې واحدې طرحې سره د استانبول په غونډه کې ګډون ونه کړي، دا وېره شته چې یاده ناسته به هم خپلې ټاکلې موخې ته هم ونه رسېږي.
خو د ملي روغې جوړې شورا ویاند فریدون خوځون وايي، کومه طرحه چې د دې شورا له خوا جوړه شوې، ټولشموله ده او د ټولو سیاسي ګوندونو نظرونه پهکې اخیستل شوي دي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه په استانبول کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې غونډه جوړه شي. ولسمشر محمداشرف غني او د ملي روغې جوړې شورا له لوري د سولې لپاره طرحې وړاندې شوي، خو حکومت، د روغې جوړې شورا، سیاسي ګوندونه او بهیرونه او نور بنسټونه تر اوسه پر یوې واحدې طرحې نه دي سلا شوي.