Asset 1SWN

«ښايي د خلیل‌زاد د مشارکتي حکومت وړاندیز ګټور وي»

Khalilzad-3-oxkdxk2kbsklu0yqhr392v4a8c5drbywohulsjiff8

په تازه‌ګۍ سره د قطر په دوحې کې د سولې خبرو له درېدو وروسته، افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد د خپلو سفرونو تازه لړۍ پیل کړې ده. سیاسي رهبرانو ته نږدې سرچینې وایي، زلمی خلیل‌زاد داځل د افغانستان ژغورلو لپاره د نوي مشارکتي حکومت وړاندیز له ځان سره راوړی او دغه وړاندیز یې د حکومت مشرانو، طالبانو، سیاسي ګوندونو او د هېواد مطرحو څېرو سره شریک کړی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې وایي، خلیل‌زاد دغو سیاستوالو ته د نوي مشارکتي حکومت مسوده سپارلې او ورته ویلي يې دي چې په دې اړه دې خپل نظر ورته څرګند کړي.

یو شمېر سیاسي کارپوهان او د ګوندونو مشران وایي، د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له لوري د حکومت مشرانو، ګوندونو او طالبانو ته د نوي مشارکتي حکومت طرحه شریکه شوې، ښایي د افغانستان د ژغورنې لپاره یوه ګټوره لار وي.

  د افغانستان د اعتدال او ډيموکراسۍ ګوند رهبر احمد شاهین وایي، په افغانستان کې تل د کورنيو فکټورونو په پرتله بهرنۍ هغه د ټاکلو په برخه کې یې ونډه ګټوره ده.

د پوهنتون استاد محمد اکرم عارفي وایي، له خلیل‌زاد وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغان سیاستوالو سره په ورته برنامې خبرې کړې وې.

د عارفي په وینا، په امریکا کې نوي بدلونونه د نوي مشارکتي  حکومت د وړاندېز لامل شوی.

ارګ د خلیل‌زاد د نوي وړاندیز په اړه خبرو ته نه حاضرېږي؛ خو له دې وړاندې ولسمشر غني د لنډمهالي حکومت له وړاندیز سره مخالفت کړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام