«ښايي د خلیل‌زاد د مشارکتي حکومت وړاندیز ګټور وي»

په تازه‌ګۍ سره د قطر په دوحې کې د سولې خبرو له درېدو وروسته، افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد د خپلو سفرونو تازه لړۍ پیل کړې ده. سیاسي رهبرانو ته نږدې سرچینې وایي، زلمی خلیل‌زاد داځل د افغانستان ژغورلو لپاره د نوي مشارکتي حکومت وړاندیز له ځان سره راوړی او دغه وړاندیز یې د حکومت مشرانو، طالبانو، سیاسي ګوندونو او د هېواد مطرحو څېرو سره شریک کړی دی.