د فاریاب د ولایتي شورا یو‌شمېر غړي وایي چې له دوو اوونیو راهیسې د آقینې بندر فعالیتونه په ټپه ولاړ دي او هېواد ته له ترکمنستان څخه د سوداګریزو توکو د لېږد چارې هم درېدلي دي. د فاریاب د ولایتي شورا غړې انیسه تینچ سلام‌وطندار ته وایي چې وسله‌والو طالبانو د اقینې بندر ۱۲کیلو مټرۍ ته ځانونه رسولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د فاریاب د ولایتي شورا دغه غړې وایي چې د اقینې بندر کارکوونکي د طالبانو له وېرې نه شي کولای چې خپلو دندو ته لاړ شي. نوموړې زیاتوي چې په دغه موده کې هېڅ راز سوداګریز توکي له ترکمنستان څخه هېواد ته نه دي رالېږدول شوي او د دغه ولایت په ولسوالیو کې د توکو بیې لوړې شوي دي.

په ورته مهال د فاریاب د ولایتي شورا یو بل غړی آق‌محمد نوري سلام‌وطندار ته وویل چې دې چارې په اقینې بندر کې د سوداګرو په ګډون ټولو هغه کسان بې‌کاره کړي چې په دغه بندر کې په کار بوخت وو.



له دې سره هم‌مهاله د فاریاب ولایت سوداګر د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، هېواد ته له ترکمنستان څخه د تېلو او کازو د لېږد چارو په درېدو سره په کور دننه د تېلو او کازونو بیې لوړې شوي دي. د فاریاب د مرکز میمنې یو اوسېدونکی معاذ‌الله وایي، په اقینې بندر کې د سوداګریزو توکو او فعالیتونو له درېدو وروسته، د یوه لیټر پطرولو بیه له ۴۵ افغانیو ۵۵افغانیو ته لوړه شوې چې د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې یې راپارولي دي.

 د مالیې وزارت ویاند رفیع‌الله تابع سلام‌وطندار سره ژمنه کړې وه چې په دې اړه به معلومات ورکوي، خو د څو ورځو په تېرېدو سره تراوسه یې په دې اړه ځواب نه دی ویلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام