د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ نن د اقینې ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ، د ترکمنستان-شبرغان برښنا او نوري فایبر پروژې پرانیستل شوې.
ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د دغو پروژو پرانیست غونډه کې په انلاين بڼه خبرې وکړې.
دوی د دغو پروژو پرانيسته د دواړو هېوادونو اړيکو لپاره مهمې وګڼلې.
ولسمشر غني وویل چې افغانستان د لویو پروژو د عملي کېدو فرصت لري او افغانان به ډېر ژر د نورو پروژو د پرانیستو شاهدان وي او افغانستان به د سيمې په څلور لارې بدل کړي.
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف له افغانستان سره د خپلو اړیکو او همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ او ويې ويل، دا هېواد له افغانانو سره درېږي.
د اقینې ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ د جوړېدو قرارداد يو کال وړاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادراې او د ترکمنستان د صنايعو او اړيکو وزارت ترمنځ لاسليک شو.
د يادې پټلۍ د جودېدو چارې د تېر کال په منځ کې پيل شوې وې.
د اقینې ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ ۳۰ کیلومټره اوږدوالی لري او پر جوړېدو يې ۳۰ میلیونه ډالره لښګت راغلی دی چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادراې له پراختيايي بوديجې نه ورکړل شوې دي.
دغه پټلۍ هره ورځ د لسګونو ټنو سوداګريزو توکيو د لېږد ظرفيت لري.
ولسمشر غني همداراز له اقینې تر شبرغان پورې د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د غځېدو او له شبرغانه تر مزاره یې ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا لېږدول هم د اقتصادي پياوړتيا لپاره يو مهم ګام وباله.
د برښنا د دغه ليکې پر لېږد ۵۸.۲ میلیونه ډالره لښګت راغلی چې د ۱۳۹۵ کال تلې مياشت کې يې کار پيل او د روان کال ثور مياشت کې يې کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ولسمشر غني زياته کړه، د نوري فايبر پروژې د کېبل د لېږد کارونه اقینه بندر کې بشپړ شوي چې افغانستان او ترکمنستان د ښو همکاریو یوه بېلګه ده.
د يادولو ده چې ۲ زره او ۵۰۰ مېګا بایټه انټرنټ به له ترکمنستان نه هرات او ګاونډیو ولایتونو ته وغځول شي او ددغو ولایتونو وګړي به یې له خدمتونو ګټه واخلي.