د غور د ولایتي شورا غړی عزت‌الله بېګ د ملي امنیت ځواکونو سره نښته کې ووژل شو

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د غور د ولایتي شورا غړی عزت‌الله بېګ په فېروزکوه ښار کې د ملي امنیت ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
دغې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو غوښتل چې د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان او د غور غږ راډیو د مسوول بسم‌الله عادل ایماق «د ترور عامل» او د غور د ولایتي شورا غړی عزت‌الله بېګ ونیسي، خو هغه د تسلیمېدو پر ځای، د ملي امنیت پر ځواکونو بریدونه وکړل او د دواړو لوریو ترمنځ نښته کې ووژل شو.

پوهنې وزارت کې سیاسي لاسوهنې تر بل هر وخته ډېرې شوي

سیاسي لاس وهنې او ناندرۍ له هر بل وخت په پوهنې وزارت کې ډېرې شوي.
سره له دې چې په پوهنې وزارت کې د قومي چاڼ او خپلوۍ پالنې خبرې مخکې هم د رسنیو د سر ټکي وو، خو د دغه وزارت د سرپرست وزیرې رنګینې حمیدې له لوري چې له ولسي جرګې یې د باور رایه هم وا نه خیستله، د یوشمېر سلاکارانو ګوښه کېدل پر پوهنې وزارت پر مشرتابه نیوکې ډېرې شوې دي.

طالبانو د سولې خبرو کې د ځنډ راتلو مسله بې‌بنسټه وبلله

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او د مرکه‌چي پلاوي ویاند محمد نعیم سلام‌وطندار ته وايي، د سولې د دویم پړاو مذاکراتو اجنډا پر سر خبرې نه دي ځنډول شوي. نوموړی وايي، پر ځینو موضوعاتو د ډېر بحث لپاره خپلمنځي غونډې کوي او حتمي نه ده چې هره ورځ غونډه ولري.

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه کړي او ۵۷ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۰۲ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

افغانستان او ترکمنستان؛ د اقینې ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ او دوه نورې پروژې پرانيستل شوې

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ نن د اقینې ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ، د ترکمنستان-شبرغان برښنا او نوري فایبر پروژې پرانیستل شوې.

ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د دغو پروژو پرانیست غونډه کې په انلاين بڼه خبرې وکړې.

تخار کې يوه پېغله نجلۍ ووژل شوه

تخار امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت مرکز تالقانو ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو يوه پېغله نجلۍ وژلې ده.

 د تخار ولايت د امنيې قومندانۍ وياند خلیل اسیر سلام‌وطندار ته وايي، دغه نجلۍ د ورسج ولسوالۍ «ترشت» کلي کې اوسېده، رومینا نومېده او د حبیب‌الله لور وه.

د موټرو له پلېټونو تل لپاره د «۳۹» شمېره لرې کېږي

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي، د ټرافیکو ریاست ته یې لارښوونه کړې چې له دې وروسته باید د «۳۹» شمېره تل لپاره د موټرو له پلېټونو لرې کړي.

امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، دې شمېرې فساد ته لار برابره کړې او باید لرې شي.