د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې حکومت خبریالانو ته له خبرداري پرته د هغوی د امنیت خوندیتوب لپاره هېڅ کار نه دی کړی.

د نوموړي په وینا، که په هېواد کې روان وضعیت همداسې دوام وکړي، ګڼ‌شمېر خبریالان او نوموتي شخصیتونه به له لاسه ورکړو.

هغه وايي، د حکومت کار خبریالانو ته خبرداری ورکول نه، بلکې د هغوی پر وړاندې د شته ګواښونو له منځه وړل دي چې په وینا یې، په دې برخه کې پاتې راغلی دی.

خلوتګر وايي، که څه هم د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست د خبریالانو د امنیت ټینګښت لپاره د یوې طرحې جوړولو ژمنه کړې وې، خو تر اوسه یې یاده طرحه نه ده جوړه شوې.

نوموړی زیاتوي، د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۱۰ سلنه ډېر شوی دی.

د هغه په وینا، په ۲۰۱۹ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۵ پېښې ثبت شوي چې په خبره یې، دا پېښې په ۲۰۲۰ کې ۱۳۰ ته رسېدلې دي.

د نی اجرايوي رییس وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې اطلاعاتو لاسرسی هم تر ټولو په بد وضعیت کې دی.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال سلام‌وطندار ته وویل چې حکومت د خبریالانو د ژوند خوندیتوب برخه کې ځان مسوول بولي او د هغوی ساتنې ته یې پام دی.

د نوموړي په وینا، حکومت په ټول هېواد کې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پام کړی او په وینا یې، تر اوسه یې د خبریالانو او مدني فعالانو د ترور په تور لسګونه کسان نیولي دي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خبریالانو، سیاسي او مدني فعالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او د هغوی هدفي وژلو پېښې ډېرې شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، افغانان د یادو کسانو د ترور پېښو ډېرېدو په اړه اندېښمن دي او د دې لامل شوي چې په قطر کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې پر روانو خبرو اترو خپل باور له لاسه ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام