د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د غور د ولایتي شورا غړی عزت‌الله بېګ په فېروزکوه ښار کې د ملي امنیت ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

دغې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو غوښتل چې د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان او د غور غږ راډیو د مسوول بسم‌الله عادل ایماق «د ترور عامل» او د غور د ولایتي شورا غړی عزت‌الله بېګ ونیسي، خو هغه امنیتي ځواکونو ته د تسلیمېدو پر ځای، د ملي امنیت پر ځواکونو بریدونه وکړل چې د دواړو لوریو ترمنځ نښته کې ووژل شو.

د ملي امنیت عمومي ریاست په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

خو د غور د امنیې قومانداني سرپرست نېک‌محمد نېکزاد مخکې وویل چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو نن سهار غوښتل چې د تورن کس نیولو پر مهال د عزت‌الله بېګ له کسانو سره ونښتل. د نوموړي په وینا، دا پېښه د فېروزکوه ښار په «فامیليو» سیمه کې شوې ده.

نېکزاد روښانه نه کړه چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ولایتي شورا یاد غړی نیوه که بل څوک، خو یادو ځواکونو له نیم ساعته جګړې وروسته بېګ ونیوه.

د غور د ولایتي روغتون سرپرست محمدنصیر پارسا هغه مهال وویل چې د ملي امنیت ځانګړيو ځواکونو یو وژل شوی او یو هم ټپي روغتون ته ور وړل شوي دي.

د یادونې ده چې د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان یوه میاشت مخکې د لیندۍ په ۲۵مه د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو. دغه راز، د غور غږ راډیو مسوول مدیر بسم‌الله عادل ایماق د روانې میاشتې په دولسمه نېټه د ناپېژنده وسله‌والو له لوري ترور شو.

تر اوسه د طالبانو په ګډون، هېڅ وسله‌والې ډلې د دغو پېښو مسوولیت نه دی منلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام