Asset 1SWN

د موټرو له پلېټونو تل لپاره د «۳۹» شمېره لرې کېږي

Bundesstrase_39_number.svg_-p1cc6j9mnbh4y2u194wuo6hkdze0fjvlmrlyscfe6s

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي، د ټرافیکو ریاست ته یې لارښوونه کړې چې له دې وروسته باید د «۳۹» شمېره تل لپاره د موټرو له پلېټونو لرې کړي.

امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، دې شمېرې فساد ته لار برابره کړې او باید لرې شي.

نوموړی زیاته کړې داسې معلومات ورته رسېدلي چې د ټرافیکو مسوولان له ۳۹ شمېرې د ساتلو لپاره له موټر لرونکيو تر ۲ یا ۳ سوه ډالرو پورې بډې اخلي.

د صالح په وینا، که څه هم په دې اړه یې اسناد نه دي ترلاسه کړي، خو هڅه کوي مخنیوی یې وکړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم عامو وګړو داسې ادعاوې کړې چې د یادې شمېرې د لرې کولو په بدل کې ټرافیک مسوولان ترې پیسې اخلي.

موټر پلورونکي بیا وایي، که دا پرېکړه عملي شي نو دوی به هم ګټه وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام