Asset 1SWN

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه کړي

5f46698654305-p0ux22owdu04s0ehxc51o9rp7zw09ew7nnusb6rqms

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه کړي او ۵۷ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۰۲ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۲۹۵ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۵ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د راپور له مخې، تراوسه په هېواد کې ۲۲۱ زره او ۶۶۳ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

له دې ډلې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۳ زره او ۸۳۱ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۳۲۴ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۵ زره ۱۰۵ کسان بېرته روغ شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۹۲ میلیونه او ۸۰۹ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له یو میلیون او ۹۸۷ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۶۶ ميليونه او ۳۵۷ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام