مجاهد: د ا.ا پلاوي له پاکستانه غوښتي چې د ډیورنډ فرضي کرښې امنیت ته پام وکړي

د کندهار والي او د ا.ا مشر ته نږدې کس محمدشیرین اخوند د چهارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشري پاکستان ته تللی دی. که څه هم تر دې مخکې د پاکستان انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې ویلي و چې د اسلامي امارت دغه چارواکی به له پاکستاني چارواکو سره د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي پر موضوع خبرې وکړي، خو د دغه پلاوي تر سفر وروسته دا خبره تایید نه‌شوه او د د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لارې چارې او د ډیورنډ فرضي کرښې د امنیت ټینګښت د دغه سفر تر ټولو مهمې موخې وګڼل شوې.

احدي: سویس کې مو د افغانستان د درې‌نیم میلیارډه ډالرو پر دوران خبرې وکړې

د افغانستان پر امانت صندوق د څارنې بورډ لومړنۍ غونډه پرون په سویس کې جوړه شوه.
د افغانستان بانک پخواني رییس او د افغانستان د امانت صندوق د بورډ غړي انوارالحق احدي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دې غونډه کې یې د درې‌نیم میلیارډه ډالرو پر دوران کې اچولو بحث کړی دی.

بشرحقونو شورا ته د ۲۵ نړیوالو سازمانونو لیک؛ د افغان ښځو د حقونو په اړه دې بحث وشي

 د بشري او مدني حقونو شاوخوا ۲۵ نړیوالو سازمانو په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو د بشرحقونو شورا څخه غوښتنه کړې چې د دغې شورا په پنځوسمه ناسته کې د افغان ښځو د حقونو په اړه بحث وکړي. په ورته مهال دوی ویلي، اسلامي امارت د ښځو او نجونو پر ازادۍ، راټولېدنې او اعتراض پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سبا پاکستان ته سفر کوي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د یاد وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري د دغه وزارت یو لوړپوړی پلاوی سبا چهارشنبه اسلام‌اباد ته سفر کوي. په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو د وګړو تګ راتګ په اړه هم بحث او خبرې وشي. د دغه پلاوي په جوړښت کې د مالیې او سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي هم شامل دي.

د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د ترهګرۍ او افغانستان په اړه د دغه سازمان د دفاع وزیرانو غونډه نن جوړېږي. ټاکل شوې چې په دغه ناسته کې به له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو په اړه بحث او خبرې وشي. د ناټو سرمنشي ټينګار کړی چې دغه سازمان او متحدان به یې طالبان د ترهګرۍ، بشرحقونو او له افغانستان څخه په خوندي توګه د افغان‌همکارانو د وتلو په اړه د خپلو کړیو ژمنو لپاره ځواب ویونکي وي.

خلیلزاد: تمه ده افغانستان له واحدې طرحې سره د استانبول غونډه کې ګډون وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، نړۍ تمه لري چې افغانان له واحدې طرحې سره د استانبول غونډه کې ګډون وکړي. نوموړي دا څرګندونې نن د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله عبدالله او غړیو سره په لیدنه کې کړې دي.
زلمی خلیلزاد نن کابل ته راغی او له ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله سره یې ولیدل.

قطر کې د سولې خبرې؛ طالبان د جګړې پر مشروعیت او نه مشروعیت بحث نه کوي

په دوحه کې د حکومت د مرکچي پلاوي غړي عبدالحفیظ منصور سلام‌وطندار ته ویلي چې‎ د طالبانو له مرکچي پلاوي یې غوښتي چې تر اجندا وړاندې د دواړو لوریو دیني عالمان دې د قرآن او حدیثو په رڼا کې د جګړې پر مشروعیت او نه‌ مشروعیت د رسنیو په مخ کې بحث وکړي.
هغه وايي، که دواړه لوري یوې پایلې ته ورسېږي؛ نو بیا به د اجندا په ټاکلو کې ډېرې ستونزې لرې شي، خو په وینا یې، طالبانو تر اوسه دغه وړاندیز نه‌دی منلی.