Asset 1SWN

پاکستان کې یوه خبریاله د عمران‌خان د لارۍ موټر لاندې شوې

301852571baa3d1

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د لړم نهمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ګوجرانواله کې د صدف نعیم په نوم یوه خبریاله د لاریون پرمهال د عمران‌خان د لارۍ موټر لاندې شوې او مړه شوې ده.

رسنیو ویلي، صدف نعیم هڅه کوله دغې لارۍ ته وخېژي او د پاکستان له مخکیني لومړي وزیر عمران‌خان سره مرکه وکړي، خو لارۍ ته د ختلو پرمهال رالوېدلې او سر یې د لارۍ د ټایر لاندې شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

صدف نعیم د ۵ خبري چینل لپاره د خبریالې په توګه کار کاوه. مخکیني لومړي وزیر عمران‌خان په یادې پېښې خواشیني ښودلې او په وینا یې، د صدف نعیم مړینې ټکان ورکړی دی.

عمران‌خان د یادې خبریالې له مړینې وروسته د اسلام‌اباد پر لور خپل لاریون هم ځنډولی دی.

د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران‌خان د پاکستان په فدرالي حکومت فشار راوړي، څو له ټاکلې نېټې مخکې دغه هېواد کې ټاکنې وکړي، خو اوسنی حکومت وايي چې انتخاباب به پر خپل کېږي.

عمران‌خان د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۸مه له لاهور څخه پراخ لاریون پیل کړ او ټاکل شوې چې د جمعې پر ورځ اسلام آباد ته ورسېږي. بل‌خوا اوسني حکومت ویلي چې اسلام‌اباد ته د عمران‌خان او د نوموړي په پلوۍ د لاریون کوونکو د راننوتو مخه به نیسي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستان حکومت زیاته کړې چې په اسلام اباد کې یې سخت امنیتي تدابیر نیولي او په لویو لارو کې یې په سلګونو کانټینرونه د لاریون کوونکو او په حکومتي دفترونو د هغوی د بریدونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام