د هند د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلی و او د اسلامي امارت له یو‌شمېر چارواکو سره تر لیدنو وروسته یې، ځینو رسنیو ته ویلي چې د افغانستان د اوسني حکومت له چلن ښکاري چې نړۍ سره د پراخو اړیکو غوښتونکی دی.

دوی له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې کابل ته د سفر پرمهال د دوی دفترونه او پروژې پر خپل ځای پاتې وې او غواړي له کابل سره خپلې همکاري ډېره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان جغرافیايي جوړښت او اقتصادي سرچینو ته په کتو، هند تمه لري له اسلامي امارت سره اړیکې جوړې کړي.

د چارو کارپوه محب‌الله شریف سلام‌وطندار ته ویلي، په نړیواله کچه هند دې پایلې ته رسېدلی چې په نږدې راتلونکې کې له اسلامي امارت  پرته بل بدیل نه لري او نړیواله ټولنه هم په یو ډول نه یو ډول ورسره تعامل ته نږدې کېږي.

د شریف په وینا، که څه هم اوس اسلامي امارت په نړیواله کچه د اړیکو برخه کې له نړۍ سره په منزوي حالت کې ده، خو هند په دې برخه کې اسلامي امارت او همداراز خپلو اوږدمهاله موخو ته د رسېدو لپاره هم کار کولای شي.

نوموړي وویل: «هندي پلاوی چې کابل ته راغلی و، له ا.ا سره یې خبرې شریکې کړي. د امارت چارواکو ښایي دوی ته سپین چیک ورکړی وي، دا بهترین فرصت و د هند لپاره چې د پاکستان پالیسي ناکامې او انزوا ته یې بوځي. له اقتصادي او نورو ستونزو سره تیار مخ دی، دا بهترین فرصت و هند ته.»

دغه‌راز د نړیوالو چارو کارپوه جاوېد مومند بیا وایي چې د هند او پاکستان ترمنځ تل د افغانستان په تړاو د دوی نیابتي سیالۍ وې او هند هم افغانستان ته په جغرافیايي لحاظ اړتیا لري.

د مومند په خبره، هند په دې باور دی چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړه به د وخت په تېرېدو سره عملي کېږي او ټول ګډونه حکومت به جوړېږي.

په ورته مهال مومند زیاته کړه چې د پاکستان اوسنی سیاسي او اقتصادي وضعیت د هند په ګټه دی او له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې، دوی له افغانستان سره د اړیکو پر جوړولو لګیا دي.

نوموړي وویل: « اسلامي امارت ډاډ ورکړی او کله چې دلته راغلل، دوی ډاډ ورکړ چې موږ نه غواړو د یو هېواد لپاره بل هېواد له موږ ناراضي شي. موږ غواړو چې له ټولو هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې جوړې کړو او کېدای شي چې ځینې ژمنې یې هم هندي پلاوي ته د ځینو پروژو په هکله ورکړي وي. تاسې کولای شئ افغانستان کې پانګونه وکړئ.»

د شنونکو په باور که څه هم د اسلامي امارت ځینې غړي له پاکستان سره ښې اړیکې لري، خو دا په دې معنی نه ده چې د دوی په منځ کې دې د پاکستان مخالف لوری شتون ونه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې د افغانستان دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد یوې رسنۍ ته ویلی و چې دوی غواړي له هند سره ښی اړیکې ولري او د اړتیا په صورت کې ځینې کسان د نظامي زده‌کړو لپاره هند ته هم ولېږدوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام