د هند د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر د څارنې په موخه کابل ته راغلی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې دغه پلاوی له اسلامي امارت سره د نوي ډیلي د مرستو په اړه خبرې وکړي.

په ورته مهال هندي رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ګډ سرمنشي، د دغه پلاوي مشري کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه پلاوی به د اسلامي امارت له لوړپورو چارواکو سره وګوري او له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه به خبرې وکړي. دغه‌راز، یاد پلاوی به د بشردوستانه مرستو په وېش کې د ښکېلو نړیوالو سازمانونو له استازیو سره هم وګوري.

هندي رسنیو ویلي، سربېره پر دې تمه کېږي چې د دغه سفر په ترڅ کې له هغو سیمو څخه هم لېدنه وشي چې د هندوستان هېواد له‌خوا په‌کې د پروژو او پروګرامونو کار روان دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، کابل ته د هندي پلاوي لومړی سفر دی. هند تر دې وړاندې هم افغانستان ته د بشري مرستو څو جوپې لېږلي، خو تراوسه یې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام