د هند د خصوصي سکټور یوه سوداګر په لومړي ځل د پاکستان او په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د بار وړونکو موټرو پرمټ ازبکستان ته خپل سوداګریز توکي صادر کړي دي.

د اسلامي امارت د تجارت او صنایعو وزارت ویاند رسنیو ته ویلي چې پرون چهارشنبه له کابل څخه د ۱۴۰ ټنو په اندازه له سوداګریزو توکو بار لاریو د ازبکستان پلازمېنې تاشکند پر لور حرکت کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې دا محصولات یوه ورځ وړاندې له پاکستان څخه د تورخم له لارې افغانستان ته رالېږدول شوي و او ازبکستان ته یې د لېږد چاره د مرکزي او سوېلې اسیا د نښلولو لپاره مهم ګام دی.

په ورته مهال پاکستاني چارواکي ویلي چې دا تجارتي معامله په بشپړ ډول په خصوصي ډول ترتیب شوې او د هېڅ هېواد حکومت په کې دخیل نه دی.

له دې مخکې د افغانستان پخواني جمهور رئیس محمد اشرف تل د سیمې په اقتصادي، تجارتي او انکشافي څلور لارې د افغانستان د بدلیدو څرګندونې کولې او د هوایي دهلیزونو جوړول او د چابهار بندر ته لاسرسی یې د دغو هڅو عمده برخه بلله.

یوه پاکستاني چارواکي امریکا غږ ته وویل چې دغه تجارتي محصولات د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د هند له ممبۍ ښار څخه د سمندر له لارې د پاکستان کراچۍ ته راورسېدل او وروسته بیا د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټ د دوه اړخیز تړون له مخې هغه هېواد ته ولېږدول شول.

د دغه تړون له مخې افغان سوداګر هم کولاي شي چې د پاکستان له ځمکې، هوا او سمندر څخه هند ته خپل محصولات واستوي، خو د اسلام آباد او نوې ډهلي د اړیکو له امله یوازې کولای شي، هندي محصولات له سمندري بنادرو وارد کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو په دې وروستیو کې پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې د هغه هېواد له خاورې څخه افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم واستوي، هغه غنم چې له افغانانو سره د بشري مرستې په هدف ورکړل شوي و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام