Asset 1SWN

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: عمران‌خان اسلام‌اباد کې وینه تویېدل غواړي

445038_4029550_updates

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا‌ ثنالله پرون شنبه د لړم اوومه یوې خبري ناسته کې ویلي، د عمران‌خان په مشري د تحریک انصاف لاریون کوونکي اسلام‌اباد کې «وینه» تویېدل غواړي.

رانا ثنالله دې خبري ناسته کې همداراز وویل چې دوی به دې کار ته اجازه ورنه کړي او اسلام‌اباد ته له داخلېدو وړاندې به د عمران‌خان په مشري د لاریون کوونکو مخه ونیسي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یاده خبري ناسته کې ادعا وکړه چې داسې اسناد او شواهد ورسره دي چې د تحریک انصاف غړي هوډ لري اسلام‌اباد کې د لاریون پرمهال ګډوډي رامنځته او امنیت خراب کړي.

خو د تحريک انصاف يوه مخکښ غړي فواد چودري په اسلام‌اباد کې د اکتوبر پر ۲۹مه ټينګار وکړ چې لاریون به یې سوله‌ييز وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عمران‌خان وروسته له هغې د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه له لاهوره د اسلام‌اباد پر لور د لاریون اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون له لوري په ټاکنو کې له برخې اخیستو محروم کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام