پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د تلې ۲۸مه راپور ورکړی چې ټي‌‌‌‌ټي‌پي‌ (پاکستاني طا لبانو تحریک) د خېبرپښتونخوا د خوراک او لوبو له وزیر عاطف خان څخه د «۸» میلیونه کلدارو د باج اخېستلو «قلنګ» غوښتنه کړې ده.

د رسنیو د خپرو شویو معلوماتو پربنسټ، د خېبرپښتونخوا د خوراک او لوبو وزیر هم تایید کړې چې د قلنګ غوښتنې په اړه یې یو لیک ترلاسه کړی او په وینا یې، دا موضوع یې له حکومت سره شریکه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا ټي‌ټي‌پي‌ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی له لوري چا ته د قلنګ غوښتولو په اړه لیک نه دی استول شوی او هغه یې رد کړې ده. په ورته مهال پاکستاني رسنیو ویلي، د خوراک او لوبو له وزیر پرته د تحریک انصاف ګوند له نورو غړیو هم د پیسو غوښتنې شوې دي.

بل‌خوا د خېبرپښتونخوا حکومت ویلي، په دې اړه یې څېړنې پیل کړي او د چا له لوري د قلنګ غوښتنې نه‌شي زغملی. له دې وړاندې هم خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند پر غړیو تورونه لګېدلي چې دوی ټي‌‌ټي‌پي ته باج ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

په دې وروستیو کې د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ټي‌تي‌پي‌ بریدونه او فعالیتونه زیات شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام