د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف د سېشنبې په ورځ د تاجکستان له دفاع وزیر شېرعلي میرزا سره په کتنه کې ویلي چې دواړه هېوادونه له افغانستان سره د خپل ګاونډيتوب له کبله له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.
ا.ا د پاکستان د دفاع وزیر له دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته دا ادعا بېبنسټه وبلله او زیاته یې کړه چې چې نه یوازې ګاونډیان، بلکې هېڅ هېواد ته به له افغانستان څخه ګواښ نه پېښېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار ته ویلي: «د دې پر ځای چې بېځایه او له سندونو پرته اندېښنې وښیي، ښه ده چې پر ډیپلوماټیکو، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کار وشي، څو په سیمه کې استحکام رامنځته او اندېښنې حل شي. اسلامي امارت په ځلونو ویلي چې افغانستان خوندي دی او له خاورې یې نورو هېوادونو ته ګواښونه پېښ نهدي.»
د پاکستان د دفاع وزیر په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان اړوند ټول مسایل باید په سولهییز ډول حل شي. خو د نظامي چارو یوشمېر شنونکي له افغان خاورې څخه د امنیتي ګواښونو په اړه د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان اندېښنې جدي نه بولي.
د نظامي چارو کاروپوه اسدالله ندیم په دې اړه وویل: «له دا ډول څرګندونو د پاکستان موخه د ځان مظلوم ښودل دي او غواړي نړۍ ته وښيي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او له دغه اړخه زیانمن دی. په حقیقت کې پاکستان په ښکاره ځانښودنه کوي او د نړۍ او او عامه ذهنیت اړولو هڅه کوي.»
یو بل نظامي شنونکی صادق شینواری وايي، پاکستان په دا ډول څرګندونو سره په افغانستان کې د خپلو ګټو خوندي کولو په هڅه کې دی. د نوموړي په وینا، پاکستان تل د افغانستان په اړه دوهګونی سیاست کوي او په ورته څرګندونو سره هڅه کوي چې ځان له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه وباسي.
د یادونې ده چې پاکستاني چارواکو تل ورته ادعاوې کړي او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د پاکستاني طالبانو یا ټيټيپي غړیو ته پناه ورکړې، خو دا ادعاوې تل د اسلامي امارت چارواکو لهخوا رد شوې دي.