Asset 1SWN

د زرداري څرګندونو ته د ا.ا غبرګون؛ «د پاکستان کورني مسایل افغان حکومت پورې تړاو نه‌لري»

bilawal-bhutto-zardari-pakistan-fm

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له الجزیرې ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د ا.ا د بیاواکمنېدو راهیسې پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

که څه هم زرداري دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو له ډېروالي اندېښنه څرګنده کړې، خو پر نړۍ یې غږ کړی چې سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو ا.ا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي چې د پاکستان کورني مسایل له افغان حکومت سره تړاو نه‌لري. د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل چې ا.ا غواړي نورو هېوادونو کې هم د افغانستان په څېر امنیت ټینګ شي.

نوموړي وویل: «د پاکستان کورنۍ ستونزې افغانستان پورې تړاو نه‌لري. د امارت له راتګ وروسته افغانستان کې امنیت ټينګ شوی او ا.ا هغه ډول چې خپل هېواد ته امنیت غواړي، نورو هېوادونو کې هم د امنیت غوښتونکي دي.»

افغانستان کې د ا.ا له بياواکمنېدو وروسته پاکستان د خونړيو بريدونو شاهد دی چې د یادو بریدونو ډېری پړه پر تحريک طالبان پاکستان يا «ټي‌ټي‌پي» وراچول کېږي. هغه ډله چې ویل کېږي له ا.ا سره نږدې اړیکې لري.

د سیاسي او نړیوالو اړیکو یوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان د «ټي‌ټي‌پي» له ګواښونو اندېښمن دی او له همدې امله هڅه کوي چې خپل بهرني سیاست کې له دې موضوع څخه کار واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وویل: «بلاول بوټوزرداري د ټي‌ټي‌پي په اړه خبرې کوي، ځکه دغه ډله هره پاکستان کې عملیات کوي او سرتیري یې وژني.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نورالرحمن ثاقب بیا پر دې باور دی چې پاکستان د اړتیا له مخې، اړ دی چې له دې موضوع استفاده وکړي او وښايي چې امنیت یې خراب دی. نوموړي وویل: «پاکستان له نړیوالو غواړي چې د افغانستان اوسني حکومت سره باید کار وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

پاکستان له دې وړاندې هم په وار وار افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ غړیو شتون په اړه ادعاوې کړي، خو ا.ا تل دغه موضوع رد کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام