ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري چې د یاد هېواد د کابینې غړي هم په‌کې شامل دي، په یوه دوه ورځني سفر روسیې ته لاړ شي. عمران خان د پاکستان لومړنۍ، لومړی وزیر دی چې له ۲۳ کالو وروسته روسیې ته سفر کوي.

پاکستاني رسنیو د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله رپوټ ورکړی چې د دې سفر په ترڅ کې به د روسیې او پاکستاني چارواکو له لوري دوه اړخیزه ناسته جوړه شي او په‌کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیمې او نړۍ د لویو مسایلو سربېره به په دې ناسته کې د افغانستان وضعیت او نورو موضوعاتو په اړه هم بحثونه وشي.

په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په یوې ټلوېزیوني خپرونه کې ویلي چې یاد هېواد منځنۍ اسیا ته د سوداګریزو موخو ته د رسېدو لپاره د افغانستان له لارې د دهلیز او اسانتیاوو غوښتونکی دی.

نوموړي ټينګار کړی چې اسلام‌اباد حق لري، څو له چین او روسیې سره خپلې اړیکې ټينګې کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پآکستان د بهرنیو چارو وزیر په وینا، یاد سفر به د پاکستان او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د متقابلو همکاریو د پراختیا لپاره مرسته وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام