د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبابادي په مشري د دغه هېواد د قضاییه قوې یوه پلاوي د شنبې په ورځ کابل ته سفر کړی او دلته یې د ا.ا له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په حقوقي او قضايي همکاریو، د افغان کډوالو او له ایران څخه د افغان بندیانو پر لېږد خبرې اترې کړې دي.
د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له دغه پلاوي سره په لیدنه کې له افغان کډوالو سره د ایران د مناسب چلن او په دغه هېواد کې د افغان بندیانو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
سلاموطندار پر فېسبوک وڅارئ
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، امیرخان متقي د ایران له دغه پلاوي سره په لیدنه کې د افغان بندیانو د لېږد هوکړې پر عملي کېدو، پر اعدام د محکوم شویو بندیانو لپاره د بدیل میکانیزم پر جوړېدو، په بندخونو کې د ستونزو د حل او د افغان کډوالو په حقوقي او جنايي مسایلو کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
د یادونې ده چې کابل ته د ایراني پلاوي له سفر سره هممهاله ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پلاوي یې د ا.ا له چارواکو سره د “ترهګرۍ او تکفیري ډلو او په دې اړه د ګډې قضايي کمېټې پر جوړېدو” خبرې کړې دي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد له سلاموطندار سره په مرکه کې دا موضوع نه تایید او نه یې هم رد کړه.
په همدې حال کې د چارو شنونکي باور لري چې د ایراني پلاوی سفر د افغان کډوالو په اړه د بحث تر څنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي اندېښنو د حل په برخه کې هم اغېزمن تمامېدلای شي. د سیاسي چارو شنونکي صادق شینواری او محمدباقر محسني وايي:
سلاموطندار پر اېکس هم وڅارئ
«د ایران د قضایه قوې د پلاوي راتلل د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او همکاریو لپاره مهم او ارزښتناک دی.» «ترهګري د افغانستان، ایران او پاکستان لپاره ګډ ګواښ دی او په دې برخه کې د یوې ګډې کمېټې جوړېدل ډېر ګټور او ښه دي. په دې کمېټه کې باید د ترهګرۍ په اړه یو روښانه تعریف وړاندې او پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.»
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ایران په بندخونو کې یوشمېر افغانان د اسلامي امارت او ایران حکومت ترمنځ د هوکړې پر بنسټ، افغانستان ته را لېږدول شوي دي.