کابل ته د ایران د قضايه قوې د پلاوي سفر؛ متقي: پر افغان بندیانو او کډوالو پام وکړئ

د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم‌ غریب‌ابادي په مشري د دغه هېواد د قضاییه قوې یوه پلاوي د شنبې په ورځ کابل ته سفر کړی او دلته یې د ا.ا له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په حقوقي او قضايي همکاریو، د افغان کډوالو او له ایران څخه د افغان بندیانو پر لېږد خبرې اترې کړې دي.

د دولتي شرکتونو تنظیم لپاره خپلواکه اداره جوړېږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د ا.ا مشر هبت‌الله اخندزاده د فرمان پر بنسټ د دولتي شرکتونو د تنظیم لپاره خپلواکه اداره جوړېږي.

د دولتي شرکتونو د مشرتابه پلاوي غړي وايي، د دولتي شرکتونو د تنظیم لپاره د خپلواکې ادارې جوړول به د سالمې سیالۍ زمینه برابره او د احتکار مخنیوی وکړي. نوموړي دغه څرګندونې نن «یکشنبه، سلواغې لومړۍ» کابل کې په دې اړه جوړې شوې یوې غونډې ته کړې دي.

لوګر کې «ژمي جام» په نوم د فوتسال سیالی پيل شوې

 د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي، د فوتسال فدراسیون له لوري په مرکز پل‌علم کې د ۲۶ غوره لوبډلو ترمنځ د «ژمي جام» په نوم سیالي پيل شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، د فوتسال دغه سیالي د مرکز پل‌علم په «لودین جمنازیم» کې پيل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د افغانستان بانک سبا ۱۵میلیونه امریکايي ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک وايي چې د روانې اوونۍ دوشنبې پر ورځ «سلواغې دویمه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (یک‌شنبه، د سلواغې لومړۍ) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د غزني والي: رسنۍ دې د دروغو او د ا.ا اصولو خلاف خبرونو له خپرېدو ډډه وکړي

د غزني والي محمدامین جان عمري دغه ولایت کې د رسنیو له مسوولانو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي چې رسنۍ د دروغو او د ا.ا د اصولو خلاف خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

دغه ناسته چې نن «یکشنبه، مرغومې ۳۱مه» د غزني ولایت مقام کې جوړه شوې وه، د یاد ولایت والي او د محلي رسنیو مسوولانو ګډون کړی وو.

پکتيا کې خلکو په خپل شخصي لګښت په ۴.۵ میلیونه افغانیو يو پُل جوړ کړ

د پکتيا ډنډپټان ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت په څلور میلیونه او ۵۰۰زره افغانیو یو پُل جوړ او ګټې‌اخیستنې ته یې وسپاره.

یاد پُل «شنبه، مرغومې ۳۰مه» د سیمو اوسېدونکو او چارواکو له‌خوا ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.