د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د ا.ا مشر هبتالله اخندزاده د فرمان پر بنسټ د دولتي شرکتونو د تنظیم لپاره خپلواکه اداره جوړېږي.
نوموړي دغه څرګندونې نن «یکشنبه، سلواغې لومړۍ» کابل کې په دې اړه جوړې شوې یوې غونډې ته کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي دې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: «د ا.ا مشر هبتالله اخندزاده د فرمان پر بنسټ خپلواکه اداره رامنځته کېږي او دا یوه ښه پرېکړه ده او مسوولیت یې یوازې اوس نهتمامېږي، بلکې اغېزمنتیا یې هلته ثابتېږي چې مسلکي کسان یې رهبري ته راشي.»
د دولتي شرکتونو د مشرتابه پلاوي غړي وايي، د دولتي شرکتونو د تنظیم لپاره د خپلواکې ادارې جوړول به د سالمې سیالۍ زمینه برابره او د احتکار مخنیوی وکړي.
د دولتي شرکتونو د مشرتابه پلاوي مشر احمد جان بلال وویل، دغه خپلواکه اداره به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې رامنځ ته شي. نوموړي وویل: «دولتي شرکت د اقتصادي پرمختګ او ځانبسیاینې او همداراز خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او له ملي بودیجې د ملاتړ په موخه اساسي رول لري.»
د اقتصاد وزارت مسوولان د دولتي شرکتونو د انسجام لپاره د خپلواکې ادارې جوړول کولای شي، د مختلفو دولتي بنسټونو ترمنځ د کاري لاسوهنې مخه ونیسي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وویل: «د ادارو او مختلو شرکتونو ترمنځ کاري تداخل او هغه بهیرونه چې حکمرانۍ کې ښه رول لوبولی شي، باید رامنځته نهشي، اړتیا ده چې واحده، خپلواکه، قوي، شفافه او ځوابویونکې اداره رامنځته شي چې ټول شرکتونه یې تر چتر لاندې فعالیت وکړي.»
د یادونې ده چې دولتي شرکتونه دامهال د مالیې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي. د مالیې وزارت د مسوولانو په وینا، دامهال افغانستان کې د عامه خدمتونو وړاندې کولو او د غوړیو، مالوچو او نورو کرنیزو اقلامو د تولید او پروسس په برخو کې د ۱۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۴۳ دولتي شرکتونه فعالیت کوي.