Asset 1SWN

لوګر کې «ژمي جام» په نوم د فوتسال سیالی پيل شوې

IMG-20240121-WA0000

 د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي، د فوتسال فدراسیون له لوري په مرکز پل‌علم کې د ۲۶ غوره لوبډلو ترمنځ د «ژمي جام» په نوم سیالي پيل شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، د فوتسال دغه سیالي د مرکز پل‌علم په «لودین جمنازیم» کې پيل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، په پيل شویو سیالیو کې د ولایت په کچه غوره لوبډلې ګډون لري او موخه یې په دغه ولایت کې د فوتسال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همدارنګه د ورزشکارانو ترمنځ غوره همغږي او اړیکې رامنځته کول دي.

لوګر ولایت د فوتسال لوبډلې یوه لوبغاړي احمد ولید سلام وطندار راډيو ته وویل، خوښ ده چې د لومړي ځل لپاره د ولایت په کچه د فوتسال ورزش سیالۍ پیل شوې.

هغه دغه راز زیاتوي، دغه ولایت کې د فوتسال مینوال ورځ له بلې زیاتیږي او د بدني روزنې او ورزش امریت ته هم پکار ده چې د فوتسال لوبغاړو او مینوالو ته د ورزش او نندارۍ زمینه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې دوه اونۍ وړاندې هم د دغه ولایت د بدني روزې او ورزش امریت له لوري د لوګر، کابل، میدان وردګ او کاپیسا ولایتونو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال یوه میاشتنۍ سیالۍ ترسره شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام