د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو په کچه د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیمزي سلام وطندار ته وویل، د فوتسال دغه سیالۍ د ولایت په کچه د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د «خزان جام » په نوم جوړې شوې وي چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
نعیم زي زیاته کړه، له یادو سیالیو جوړېدو یې موخه فوتسال لوبې ته پراختیا ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول او د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه کول دي.
د نوموړي په وینا، د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت هڅه کوي چې ورته سیالۍ د لوګر په ټولو ولسوالیو کې جوړې کړي.
لوګر کې د فوتسال ورزش یوه لوبغاړي حمیدالله سلاموطندار ته وویل، خوښ ده چې دغه ولایت کې د فوتسال غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ جوړې شوې وې.
نوموړي زیاته کړه، ورته سیالۍ کولای شي چې فوتسال ورزش ته وده ورکړي او د ورزشکارانو تجربې پياوړې شي.
باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د څلورو ولایتونو په کچه د ۱۸ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ شوې وې.