Asset 1SWN

کاظمي قُمي: ایران د ا.ا له مخالفینو ملاتړ نه‌کوي

635255_997

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي وايي، هېواد یې د ا.ا له مخالفینو هېڅ‌راز ملاتړ نه‌کوي او هڅه کوي چې افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ یوه برخه واوسي.

نوموړي دغه څرګندونې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کابل کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د یاد هېواد ځانګړي استازي همداراز دې لیدنه کې ویلي، هغه کړۍ چې د افغانستان او ایران ترمنځ نفاق ته لمن وهي، هېڅ‌کله به بریالي نه‌شي.

قُمي زیاته کړې چې هېواد یې افغانستان سره د سوداګرۍ، کرنې او نورو بېلابېلو برخو کې هوکړې لري او په وینا یې، د پانګونې او تخنیکي همکاریو لپاره اماده دي.

بل‌خوا د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په یاده لیدنه کې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر ترڅنګ مل پلاوي ته ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

عبدالکبیر ډاډ ورکړی چې له افغانستانه به چا ته ګواښ پېښ نه‌شي او له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او ټينګېدل غواړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام