د ایران د ولسي جرګې ۳۲ استازو تازه د «ناقانونه بهرنیو وګړو د تنظیم طرحه» په نوم یوه داسې طرحه وړاندې کړې چې پولیس یې پر بنسټ کولای شي هغه کسان په نښه کړي چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ور دننه شوي او د وینې بیه یې هم ور نه کړي.

د دغې طرحې په اوومه ماده کې لیکل شوي چې لوی څارنوالان مکلف دي په شکمنو ځایونو کې بهرني وګړي او هغه موټر چې له قانوني اسنادو پرته کسان لېږدوي، وپلټي.

د طرحې له مخې، که بهرني وګړي په ناقانونه توګه دغه هېواد ته دننه شوي وي او پولیسو یې هم پر وړاندې اقدام کړی وي، زیانمنو کسانو ته هېڅ ډول تاوان نه ورکول کېږي.

د دغې طرحې په بله ماده کې لیکل شوي، هغه بهرني وګړي چې له اسنادو پرته ایران ته ورغلي او یا په ایران کې اقامه ولري، له هېواده به پر اېستلو سربېره، په لومړۍ درجه سزا، یعنې ۲۵ کاله بند، د څه باندې یو میلیارډ ریالو په ورکولو او د ټولو شخصي توکو په مصادرې محکومېږي.

په دې طرحه کې راغلي، هغه کسان چې کډوالو ته د اوسېدو ځای برابروي، وسایل ورته اخلي، پر کار یې ګوماري او یا د تګ‌راتګ په برخه کې ورسره همکاري کوي، هم مجرم دي او سزا به ورکول کېږي.

که څه هم د دغې طرحې ټولې ۱۲ مادې بې‌رحمانه او د بشري حقونو د مقرراتو خلاف دي، خو دغه درې مادې یې تر ټولو لانجمنې هغه دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وايي، دغه طرحه د ایران د ملي شورا له خوا مطرح شوې او تراوسه د حکومت د رهبري له خوا تصویب شوې نه ده. د نوموړي په وینا، هیله‌مند دي چې د ایران حکومت مشرتابه په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې ټولو ننګونو او ستونزو ته په پام دغه طرحه تصویب نه کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست نور رحمان اخلاقي هم پر خپلې ټويټرپاڼه لیکلي چې د کډوالو په اړه تازه طرحه کې ټکان ورکوونکي موارد لیکل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب سلام‌وطندار ته وویل، په هغې لیدنه کې چې په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د ایران د ولسي جرګې له رییس باقر قالیباف سره لرله، د افغان دولت او خلکو اندېښنې یې له هغو سره شریکې کړي او ترې غوښتي یې دي چې د دې طرحې د تصویب او عملي کولو برخه کې د افغان لوري اندېښنو ته مثبت ځواب ووايي.

تهذیب وايي، بهرنیو چارو وزارت غواړي له ډیپلوماټیکو لاروچارو دا ستونزه حل کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست نور رحمان اخلاقي چې نن یې د ولسي جرګې عمومي غونډې ته خپله طرحه وړاندې کوله وویل، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو پر دوامداره بهیر باندې کار کوي.

هغه وايي، که د سولې بهیر په بریا سره پای ته ورسېږي، هېواد ته به د میلیونونه کډوالو د بېرته راتګ بهیر لپاره موکې برابره کړي، خو په وینا یې، که دغه بهیر ناکام شي، بیا یې هم لپاره لازم پلانونه لري.

نوموړی وايي، له کډوالو او بې‌ځایه شویو سره د مرستو کولو پر برښنايي طرحې کار کوي چې په دې برخه کې به د فساد په راکمولو کې ګټوره تمامه شي.

په ایران کې د کډوالو په اړه دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغان حکومت رسمي شمېرو پر بنسټ، د ۶.۵ میلیونه افغان کډوالو له ډلې ۸۰ سلنه یې په دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې مېشت دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام