ګڼ‌شمېر افغانان د کډوالۍ له امله زیانمن شوي یا یې خپله او یا يې د کورنۍ غړیو قرباني ورکړې ده. په دې وروستیو کې د فاریاب ولایت یو اوسېدونکی حکمت‌الله چې ۱۴ کاله یې عمر درلود او د نهم ټولګي زده‌کوونکی و، د نامنظمې کډوالۍ ښکار شو. ایراني پولیسو هغه په یوه موټر کې ژوندی وسوځوه.

حکمت‌الله د قاچاقیانو له لوري وغولول شو او د دې لپاره چې د ژوند خوبونه یې رښتیا شي، نامنظمې کډوالۍ ته یې مخه کړه، خو خپلو هیلو ته له رسېدو وړاندې د لارې په اوږدو کې د ایراني پوله‌ساتو له لوري یې د ده نورو افغانانو د لېږد موټر په نښه شو.

د نوموړي د خپلوانو په وینا، حکمت‌الله ۱۴ کلن و او سره له دې چې زده‌کوونکی و، د قاچاقیانو ښکار شو، نامنظمې کډوالۍ ته یې مخه کړه او قرباني شو.

د حکمت‌الله پلار امیرمحمد په داسې حال کې چې غریو نیولی و او سمې خبرې یې نه شوای کولای وویل، زوی یې پنځه کلن له موره یتیم پاتې و او له مور پرته یې په ډېر درد او سختیو را لوی کړ، خو ایراني سرتېرو د یوې کترې غوښې په شان کباب کړ.

امیرمحمد سلام‌وطندار ته وویل، زوی یې د دې لپاره چې پورونه خلاص کړي، ایران ته روان شو، خو له خپلو هیلو سره وسوځېده.

امیرمحمد وايي، زوی یې تل د کور کارونه کول او د یوې کوچنۍ خور او کوچني ورور سرپرستي یې پر غاړه وه. هغه وايي، کله چې حکمت‌الله له کوره ووت او کورنۍ یې پرېښودله، ټول کور یې جارو کړ او په ډېرۍ خوښۍ سره له کورنۍ نه بېل شو.

د حکمت‌الله پلار اوس عدالت غواړي او وايي، ایراني ماموران يې د زوی جسد هغو خپلوانو ته چې د رالېږدولو لپاره یې ورغلي وو، نه ورکوي. هغه وايي، حکومت یې باید د زوی د جسد په رالېږدولو کې ورسره همکاري وکړي.

د حکمت‌الله یو خپل عتیق‌الله وايي، شپږ خپلوان یې په ناقانوني توګه ایران ته خوځېدلي وو چې د ایران په خاوره کې یې لېږدوونکی موټر د ایراني ځواکونو له لوري وسوځول شو. د نوموړي په وینا، یو خپل یې په یاده پېښه کې ووژل شو او ۵ نور ټپیان شول.

عتیق‌الله وايي، تر اوسه د خپلو ټپیانو احوال ځکه نه لري چې له ایرانیانو سره دي او نه پوهېږي چې روغتیايي وضعیت به یې څه څنګه وي.

په ورته وخت کې د فاریاب د کډوالو ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د نامنظمې کډوالۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي، هره ورځ لسګونه کسان له دغه ولایت نه په نامنظمې کډوالۍ نورو هېوادونو ته ځي.

د فاریاب د کډوالو ریاست د کډوالو او راستنېدونکو چارو مسوول محمدنسیم خان سلام‌وطندار ته وویل، اوس د پناه‌غوښتونکو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د نوموړي په وینا، پناه‌غوښتونکي په دې وروستیو کې د پاکستاني او ایراني پولیسو له لوري نه یوازې ډبول او ځورول کېږي، بلکې ان د فاریاب یو ځوان چې په ناقانونې کډوالۍ ایران ته تللی و، د ایراني ځواکونو له لوري په اور وسوځول شو.

د دغه ریاست چارواکي وايي، اوس ناقانوني کډوالي مخ په زیاتېدو ده او ډېری کسان چې له دې لارې بهرنیو هېوادونو ته ځي، کم عمرونه لري.

په افغانستان کې د کډوالۍ د معلوماتو مرکز مسوولان وايي چې د نامنظمې کډوالۍ د کچې کموالي لپاره په کابل او نورو ولایتونو کې د پوهنتونونو، ښوونځیو او جوماتونو له لارې د دا ډول کډوالۍ د پایلو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام